تازه خبرونه

د ا.ا.ا د کنګل شویو شتمنیو په اړه د م.م له دریځه هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش د هغې غوښتنې هرکلی وکړ، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر خوشې کولو یې ټینګار کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټویټ کړی، چې دا ډول دریځ د ملګرو ملتونو د بې پریتوب څرګندوي کولی شي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي له غوښتنې ستاینه کوو، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو یې ټینګار کړی دی. دا ډول دریځ به د ملګرو ملتونو بې پریتوب او د ملتونو د حقوقي او نړیوال درناوي ته ګټه ورسوي.

هغه له امریکا غوښتي، چې په دې اړه مثبت عمل وکړي او د افغانستان شتمنۍ دې خوشې کړي.

مجاهد زیاته کړې؛ امریکا باید نړیوال غږ ته مثبت ځواب ووایي او د افغانستان پانګه خوشې کړي.

د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت له لوري د کابل له نیولو وروسته، امریکا د افغانستان ۹ میلیارډ ډالرو ډېرې زیرمې کنګل کړې دي.

د یادونې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ، د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوټرش خبرداری ورکړ؛ د ژمي سره هوا او د افغانانو کنګل شویو پیسو هم وژونکی کوړښت رامنځته کړی دی.

Trending

Exit mobile version