تازه خبرونه

د ا.ا.ا د ۸ قول اردوګانو نومونه بدل کړل

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت یکشنبې پر ورځ د لړم پر ۱۶ په یوه تازه پرېکړه کې  د ټولو ۸ نظامي قول اردوګانو نومونه بدل کړل.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه فرمان له مخې؛ په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو قول اردو پر مرکزي قول اردو بدله شوې او ۲۰۹ شاهین قول اردو الفتح نومول شوې ده.

په کندوز کې ۲۱۷ پامیر قول اردو د عمري قول اردو، په کندهار کې ۲۰۵ اتل قول اردو د البدر او په هلمند کې ۲۱۵ میوند د عزم پر نومونو بدلې شوې دي.

مولوي محمد یعقوب مجتهد د اسلامي امارت د پخواني مشرتابه ملا محمد عمر مجاهد زوی دی؛ د ۲۰۱ سېلاب قول اردو نوم یې خالد ابن ولید کړی، په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو پر منصوري او په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو پر الفاروق نومونو بدل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي؛ مخکیني نومونه لکه تند او نور د تاوتریخوالي ښکارندوي وه. یعنې د سولې پیغام یې نه درلود؛ له همدې کبله اسلامي امارت پرطکړه وکړه، چې اوس خلک په سوله او سوکالۍ کې ژوند تېرول غواړي او داسې نومونه دې غوره شي، چې د سولې پیغام ولري.

درې میاشتې کیږي، چې اسلامي امارت په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر ادارو ته مامرین ندي ورپېژندلي او کارونه یې هم عادي حالت ته له راګرزېدو پاتې دي.

د خلکو هیله له اسلامي امارت دا ده، چې کاري، وړ او مسلکي کسان پر دندو وګوماري.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت  خپل ۴۳ غړي د ولایتونو او امنیه قومندانیو د مشرانو او مرستیالانو په توګه ګومارلي دي.

اسلامي امارت د خپلو نویو غړیو د ګومارلو په نوملړ کې قاري بریال د کابل د والي او ولي جان حمزه د ښار د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

د کابل د امنیت مخکنی قومندان مولوي حمدالله مخلص په روانه میاشت کې د کابل ښار پر مرکزي پوځي روغتون د داعش په برید کې وژل شوی دی.

Trending

Exit mobile version