تازه خبرونه

د ا.ا.ا له ګاونډ هېوادونو څخه د الوتکو د بېرته راستنولو غوښتنه وکړه

Published

on

د افغانستان دفاع وزارت پرون (سې شنبه د مرغومي ۲۱) له ازبکستان او تاجکستان څخه وغوښتل، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ورلېږدول شوې الوتکې او چورلکې بېرته وروسپاري.

د افغانستان ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب په کابل هوايي ډګر کې د یوې غونډې پر مهال څرګنده کړې؛ مونږ له دوی څخه په درناوي غوښتنه کوو، چې د افغانستان الوتکې راستنې کړي او زمونږ صبر دې نه امتحانوي.

هغه ویلي: زمونږ الوتکې که په تاجکستان او یا ازبکستان کې وي؛ باید بېرته یې راستنې کړي. مونږ اجازه نه ورکوو، چې دا الوتکې له هېواده بهر پاتې شي او یا وکارول شي.

ملا محمد يعقوب ویلي، چې د تېر حکومت له نسکورېدو راپدیخوا له ٤٠ ډېرې چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

د پخواني حکومت له سقوط وروسته د افغان پوځ یو شمېر لوړ پوړي افسران او پیلوټان په پوځي چورلکو او الوتکو کې ازبکستان او تاجکستان ته وتښتېدل، چې اوس اړوند پوځي الوتکې او چورلکې په دغو دوه هېوادونو کې پاتې دي.

نوموړي همداراز له پخوانيو تښتېدلیو افغان پيلوټانو او افسرانو هم وغوښتل، چې هېواد راستانه شي.

نوموړي له پوځي افسرانو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې مونږ د تېر حکومت په پرتله ستاسو ډېر درناوی کوو.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې وروستیو کې ویلي، چې مونږ څو ځلې د تاجکستان او ازبکستان له حکومتونو د پوځي الوتکو او چورلکو د راستنولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان رسنیو هم په تاجکستان او ازبکستان کې د له ۴۰ څخه د ډېرو چورلکو له شتوالي خبرورکړی دی.

د افغانستان او تاجکستان د حکومت تر منځ پر پو ځي چورلکو او الوتکو ناندرې له هغې ورځې پیل شوې، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واک و ځواک تر لاسه کړ.

Trending

Exit mobile version