تازه خبرونه
د ا.ا.ا ټولو ټلویزیونونو ته د خپرونو نوې سپارښتنې وړاندې کړې
د اطلاعاتو او فرهنګ او امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو د رسنیو له مسوولینو سره په مشورتي ناسته کې د هېوادنیو رسنیو د فعالیتونو لپاره نوې سپارښتنې وړاندې کړې.
رسنیو ته د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اته ماده ییزه سپارښتنه:
۱ رسنۍ دې هغه سریالونه نه خپروي، چې ښځو په کې رول لوبولی.
۲ هغه کمیډي او طنزي پروګرامونه منع دي، چې په کې د افرادو سپکاوی کیږي.
۳ د هغو فلمونو او ویډیوګانو خپراوی منع دی، چې د نرینه وو عورت په کې ښکاري.
۴ کورني او بهرني فلمونه، چې د اسلامي شریعت او افغاني اصولو خلاف وي؛ منع دي.
۵ افغان ښځینه خبریالانې باید اسلامي حجاب رعایت کړي.
۶ هغه سریالونه او پروګرامونه منع دي، چې د اصحابو او انبیاوو کرامو رول په کې لوبول شوی.
۷ تلویزیونونه باید د شریعت خلاف فلمونه خپاره نکړي.
۸ رسنۍ دې هغه پروګرامونه او سریالونه، چې په کې دین او انساني کرامت ته سپکاوی شوی وي، نه خپروي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي عاکف مهاجر خبرداری ورکوي، چې که دا اته مادې رعایت نه شوې؛ نو وزارت به بیا بله اړینه پرېکړه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد هم په دې ناسته کې د رسنیو له مسوولینو غوښتي، چې د رسنیو فعالیت پر دیني او اسلامي ارزښتونو راوڅرخوي او په دې اړه د اسلامي امارت سپارښتنې رعایت کړي.
نوموړی وایي: مونږ د رسنیو له هڅو په دواړو سترګو ملاتړ کوو؛ خو د شریعت په چوکاټ کې.
دا په داسې حال کې ده، چې په څو وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو فعالیت محدود شوی او ډېري خبریالان له هېواد وتلي؛ خو اسلامي امارت په ځلونو د رسنیو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.