سوداگري

د ا.ا.ا په هېواد کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګاوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د سې شنبې پر ورځ په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بشپړ بندیز اعلان کړ، چې هیله ده ورسره کورنی اقتصاد پیاوړی شي.

دغه حیرانوونکې پرېکړه د کابل په مرکزي سیمه کې له دوه درندو چاودنو وروسته رامنځته شوه، چې د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر وسلوالو د افغانستان پر ستر پوځي روغتون برید وکړ، چې په کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له خبریالانو سره په خبرو کې د دغې پرېکړه په اړه ویلي؛ په هېواد کې د اقتصادي وضعیت او ملي ګټو غوښتنه داده، چې ټول افغانان په هره سوداګریزه راکړه ورکړه کې افغانۍ  وکاروي.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې خلکو ته داسې لارښوونه شوې: اسلامي امارت ټولو هېوادوالو، دکاندارانو، تجارانو کسبه کارانو او عامو خلکوته سپارښتنه کوي، چې له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه پر افغانۍ ترسره کوي او د بهرنیو اسعارو له کارولو څخه به په کلکه ډډه کوي.

دغه راز زیاته شوې که څوک له دې سپارښتنې سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان په بازارونو کې د امریکايي ډالرو کارول په پراخه کچه کاریږي او سرحدي سیمې د ګاونډ هېوادونو پر اسعارو راکړه ورکړه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت حکومت د مرکزي بانک د کنګل شویو میلیارډونو ډالرو د آزادولو لپاره فشار راوړل غواړي؛ ځکه، چې هېواد نه یوازې وچکالۍ ځپلی، بلکې د نغدي زیرمو له کمښت سره هم مخ شوی؛ ډله ییزه لوږه رامنځته شوې او د کډوالۍ له نوي ناورین پېښېدونکی دی.

د امریکا او اروپا په بانکونو کې د افغانستان میلیارډونه ډالر له هغې وروسته، چې د اګست په میاشت کې اسلامي امارت ځواکونو د لویدیځ ملاتړی حکومت تېښتې ته اړ کړ؛ کنګل شوې او د امریکا په مشرۍ د ځواکونو له وتلو وروسته ډېرو نړیوالو بسپنه ورکوونکیو هېوادونو پر نوي حکومت د فشار راوړلو لپاره مرستې ودرولې، چې ورسره اقتصادي ناورین سر راپورته کړ.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ که څه هم لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخیوي هڅې کوي، خو دوی په رسمي توګه د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د مالیې وزارت هره ورځ د شاوخوا ۴۰۰ میلیون افغانیو (۴.۴ میلیون ډالرو) مالیې له راټولولو خبر ورکړی دی.

Trending

Exit mobile version