تازه خبرونه

د باجوه او غني له ناستې وروسته، پاکستان تلپاتې سولې ته هیله من شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۱, ۱۴۰۰)

د راپورونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن ( سې شنبه د غویی ۲۱) څرګنده کړې، چې له ولسمشر غني سره د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له ناستې وروسته په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هیلې ډېرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوې خبري غونډې ته ویلي، چې جنرال باجوه له لوړپوړیو افغان چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

قریشي دا هم ویلي: له دې غونډې وروسته په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هیلې ډېرې شوي. مونږ د سولې او ثبات لپاره د افغانستان له خلکو سره یو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونه د امنیت چمتو کولو مسوولیت ولري.

هغه پدې اړه ویلي، پاکستان د یو سوکاله افغانستان د لیدو هیله لري.

قریشي زیاته کړې، چې خبرې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د حل یوازنۍ لار ده.

د شاه محمود قریشي د څرګندونو له مخې: په افغانستان کې سوله د طالبانو او افغان حکومت په ګټه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې، چې سوله نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو په ګټه هم ده.

په هر حال د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول روڼ ښودل شوی دی.

تیره اوونۍ یو شمېر سرچینو رویټرز ته منلې؛ پاکستان هڅې کوي، چې د استانبول په ناسته کې د ګډون لپاره وسلوال طالبان وهڅوي.

Trending

Exit mobile version