تازه خبرونه
د باروړونکیو موترو سراسري ټولنې د فعالیت نه کولو ګواښ وکړ
د باروړونکو موټرو سراسري ټولنه وایي، چې په لویو لارو کې مو له موترو څخه د پولیسو او فواید عامې وزارت مامورین پیسې اخلې او د همدې ناقانونه اخیستنو له کبله نور نه شي کولی خپل فعالیت روان وساتي.
دوي خبرداری ورکوي، چې که یې ستونزې حل نه شوې، د لیندۍ په ۲۲ به خپل فعالیتونه بند کړي.
د افغانستان د باروړونکیو موترو ټولنې رییس طلا محمد اتمانزی وایي، د کورنیو چارو او ټولګټو وزارتونو مامورین پر بېلابېلو نومونو زمونږ د کار په وړاندې فساد ته زمینه برابروي.
د هغه په وینا؛ یاده ستونزه مو له و لسمشر سره شریکه کړه، خو اوس هم نه ده حل شوې.
اتمانزي ټینګار کړی؛ حاضر یو، چې ټول شواهد ورته وړاندې کړو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له دې ستونزې بې خبر ښودلې او وایي، د باروړونکیو لاریو د ستونزو په اړه تر اوسه مونږ نه یو خبر. که په هره برخه کې د پولیسو له خوا ستونزې وي، مونږه حاضر یو، چې په ختمولو کې یې له دوی سره همکاري وکړو.
د باروړونکیو موترو د ټولنې مسوولینو زیاته کړې؛ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د مالیې وزارت شوې ژمنه، چې ستونزې به یې حل کیږي، نه ده عملي شوې.
د ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، مونږ ټولي چارې تنظیم کړي او په نږدې راتلونکي کې به د اقتصاد په عالي شورا کې خپل رپوت وړانډې کړو، چې د باروړونکیو موترو ستونزې پرې حل شي.
د باروړونکو موټرو د ټولنې مسوولین وایي؛ د اصلاحاتو په پلمه د لویو لارو په اوږدو کې د فساد ګڼ مرکزونه جوړ شوي، چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي او د دې حالت د دوام په صورت کې به خپلو کارونو ته دوام ورنکړي.
خبریال: اسلم حجاب