سیمه ییز خبرونه
د باميانو ښار ستره برخه له لمرينې انرژۍ برخمنه شوه
د اقتصاد وزارت او برښنا شركت مسولين وايي، باميان به له دې وروسته د مركزي حكومت تر پاملرنې لاندې وي او په نږدې راتلونكې كې به په دې ولايت كې د برښنا د توليد د درې منځنيو بندونو د جوړولو كار پيل شي.
د باميانو والي غلام علي وحدت مركزي چارواكي تورنوي، چې باميان او د دې ولايت خلك يي له پامه غورزولى دي.
د نوموړي په وينا، مركزي حكومت كله هم هغو پروگرامونو ته پاملرنه نه ده كړې، چې د باميانو په لومړيتوب كې دي.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال دغه نيوكه پر ځاى بولي.
د برښنا شركت د رييس عبدالرزاق صمدي په وينا، د لمرينې برښنا پر پروژې ۱۵ ميليون دالر لگښت شوى، چې د نيوزلند هېواد له خوا وركړشوي دي.
د پروژې د تمويل كوونكيو په وينا، دا پروژه د نړۍ په كچه بې سارې ده او د لمرينې برښنا د توليد يوه پرمختللې طريقه ده.
كه څه هم ويل كيږي، چې افغانستان هر كال له درې سوه ورځو زيات لمر لري، خو دا د لمرينې برښنا لومړنۍ پروژه ده، چې د يو ميگاوات برښتا د توليد وړتيا لري.