تازه خبرونه

د بامیان د چاودنې قربانیان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

Published

on

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومت، ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتي، چې په بامیان کې د پرونۍ پېښې قربانیان سمدلاسه کابل ته ولېږدوي.

کمیسیون په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې: په بامیانو کې له چاودنې څخه ۱۸ ګړۍ تېرې شوي؛ د ټپيانو د درملنې لپاره د آسانتیاوو د نشتوالي له کبله د دوی کورنیو له دولت څخه غوښتنه کړې، چې دوی دې کابل ته ولېږدول شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومت، ملي او نړیوالو ادارو غوښتي، چې کابل ته د ټپيانو د لېږدولو لپاره بېړنۍ مرسته وکړي.

د بشري حقونو کمیسیون زیاته کړې؛ د دې سازمان د لومړنیو موندنو له مخې، پرون د بامیان په مرکز کې د دوه ماینونو په چاودنه کې۱۸  ملکي وګړي وژل شوي او۵۹ نور ټپیان دي.

دوی ټینګار کړی، چې د دغو چاودنو د ۱۴ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

یاد کمیسیون همدارنګه زیاته کړې، چې د بامیان ښار امنیت باید په پام کې ونیول شي او د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه او جنګي جرم دی.

تر دې دمه هیچا د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو وسلوالو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version