تازه خبرونه

د بامیان د چاودنې ټپیان کابل ته راولېږدول شول – دفاع وزارت

Published

on

د ملي دفاع وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ ۶) ویلي، چې په بامیان ولایت کې اوړمې ورځې د مرګونو چاودنو ټپیان د ملي اردو چورلکو کابل ته راولېږدول.

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې ټپیان درې چورلکو د پوره درملنې لپاره کابل ته رالیږدولي دي.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزئیات ندی ورکړي.

په بامیان کې د سې شنبې پر ورځ په دوه چاودنو کې ۱۸ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په ګډون افغان چارواکو دغه برید په کلکه غندلی دي.

طالبانو په دغو پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او د قربانیانو کورنیو له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتي وه، چې د بامیان د چاودنو ټپیان دې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدوي.

Trending

Exit mobile version