تازه خبرونه
د بامیان والي له ازبک پلاوي سره په دې ولایت کې پر اقتصادي او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان والي د دې ولایت لپاره په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د تلپاتې کرنې پر ودې او د پانګونې پر جلبولو ټینګار وکړ.
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان والي د ازبکستان له همکاریو د مننې ترڅنګ، د بامیان د کرنیزو او پراختیایي پروژو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال هم د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او په بامیان ولایت کې یې د پانګونې، د تولیدي وړتیاوو د پیاوړتیا او د کرنې د سکټور د پراختیا له ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې دغه پلاوی پرون له غرمې وروسته د دې هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راغلی او د سفر موخه یې د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.