سیمه ییز خبرونه
د بدخشان بانفوذو اشخاصو امنيتي خنډونه رامنځته كړي
د بدخشان امنيه قوماندان د دغه ولايت د مدني ټولنو، ولايتي شورا او عالمانو شورا څخه غواړي، چې نور دې د پوليسو په نظام كې د بدخشان د بانفوذو اشخاصو مداخله بنده كړي.
امنه قوماندان وايي:
د پوليسو په مهمو پوستونو كې د غير مسلكي كسانو مقررول، د پوليسو له چارواكو د نامشروع مرستو غوښتنه، د پوليسو له منگولو څخه د مجرمانو خوشي كول او د مخالفينو له ليكو سر د هغوى يو ځاى كيدل هغه ستونزې دي، چې پوليسو ته د بانفوذو كسانو لخوا را منځته شوې دي.
د بدخشان امنيه قوماندان امام الدين مطمعين كه څه هم د چا نوم نه اخلي؛ خو زياتو، چې:
د بدخشان بانفوذه كسان په چارو كې مداخله كوي.
د نوموړي په وينا، د پوليسو له منگولو څخه د مجرمينو خلاصول بله هغه ستونزه ده، چې په دغه ولايت كې يې مجرمين د جرمنو دوام او له وسلوالو مخالفينو له ليكو سره يو ځاى كيدو ته هڅولي دي.
نوموړي د مدني ټولنو، ولايتي شورا او د عالمانو شورا په گډون يوه كميټه جوړه كړې، چې د پوليسو په نظام كې د مداخلې مخه ونيسي.
د بدخشان امنيه قوماندان د دغه اقدام موخه له اداري فساد سره مبارزه، د پوليسو په نظام كې د مداخلې مخنيوي او د پوليسو او خلكو تر منځ واټن ختمول بولي.