سیمه ییز خبرونه

د بدخشان خلكو د وسله والو طالبانو پرضد پاڅون وكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

وېل كېږي، چې د بدخشان د خلکو دا پاڅون د دغه ولايت په ارګو ولسوالې كې  له بېل او كلنګ څخه په استفادې پېل شوې او دغه ولسوالي يې له وسله والو طالبانو پاكه كړې ده.

د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې، چې وسله وال طالبان هركله د پاكستاني او ازبك طالبانو په همكاري خلكو ته ستونزې جوړوي. په دې سيمه كې د خلكو ناخوښي د پاڅون لامل شو.

دا پاڅون له هغه وروسته پېل شو، چې د ښوونځي يو زده كوونكى طالبانو وواژه.

د څو كليو اوسېدونكو د ډبرو، لرګيو، بېل او ګلنك په وسيله د طالبانو پروړاندې پاڅون وكړ، چې طالبان يې له دې سيمې وايستل او قاري فتاح يې له شپږو افرادو سره ونيو.

د خلكو پاڅون د افغان ځواكونو ملاتړ هم له ځان سره درلود. د بدخشان د والي وياند معرف راسخ وايي:

پاڅوانوالو او امنيتي ځواكونو د ازبكستاني طالبانو د تحريك يو غړى هم نيولى دى.

هغه همدارنګه وايي، دغه شخص غوښتل د تاجكستاني په سرحدي ځواكونو بريد تنظيم كړي.

د بدخشان خلك وايي، ډېر ژر به  په ټول ولايت كې د وسله والو طالبانو پرضد د خلكو پاڅون پېل شي.

تېر كال هم په لوګر، غزني، ننګرهار، كندهار او لغمان ولايتونو كې د طالبانو پرضد پاڅونونه وشول.

Trending

Exit mobile version