تازه خبرونه

د بدخشان د رسمي او فرضي سرحدونو څېړنه او ارزونه ترسره شوه

د دغې سیمې د ارزښت او اهمیت په اړه د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد په خپلو څرګندونو کې ویلي؛ واخان د افغانستان د سر مثال لري او هیچا ته به اجازه ور نکړو، چې دې ته کوم زیان ورسوي.

Published

on

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه پلاوي له لوري د بدخشان ولایت د درې ولسوالیو په اړود سیمو کې د ډيورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د واخان، زیباک او کرن او منجان ولسوالیو د ارزونې او څېړنې لپاره د دې وزارت د سرحدي ارزونو رییس غلام صدیق سباوون د یوه پلاوي پر مشرۍ دې ولایت ته سفر وکړ او په واخان ولسوالۍ کې یې له تاجکستان سره څه نا څه ۴۳۴ کیلومټره، له چین سره ۹۶ کیلومټره، له جمو کشمیر سره ۱۰۲ کیلومټره او له پاکستان سره څه نا څه ۲۴۶ کیلومټره فرضي او رسمي سرحدونو وارزول. دغه ارزونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له شاوخوا درې لسیزیزو را پدیخوا د ډيورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو ته څوک د کتنې او څېړنې لپاره ورغلي ندي.

په دې څېړنې او ارزونې کې د هېواد ارزښتمنې سیمې، چې واخان او پامیرونه یې د یادولو وړ دي هم وارزول شوې.

یاد وزارت ویلي؛ په دې سیمو کې پامیر، چې د نړۍ د بام یاد شوی د ګران هېواد افغانستان د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري او د سیمې پر کچه د جیو‌پولیټیک او جیو‌سټراټيژیک ځایګي له نظره له خورا لوړ ارزښت برخمنه ده.

د دغې سیمې د ارزښت او اهمیت په اړه د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد په خپلو څرګندونو کې ویلي؛ واخان د افغانستان د سر مثال لري او هیچا ته به اجازه ور نکړو، چې دې ته کوم زیان ورسوي.

واخان د بدخشان ولایت یوه اړینه ولسوالیو ده، چې د پاکستان له نامنل شوې فرضې کرښې (ډیورنډ),جمو او کشمیر, چین او تاجکستان هېواد سره ګډه پوله لري او د پامیر د واورینو غرونو د شتون له کبله د آمو سیند یوه له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

Trending

Exit mobile version