سیمه ییز خبرونه
د بدخشان د لس ولسواليو خلك له ژمنيو ستونزو سره مخ دي
د بدخشان سيمه ييز چارواكي د سختې واورې د وريدو له كبله د دغه ولايت د لس ولسواليو د لارو د بنديدو، د طبيعي پېښو د رامنځته كيدو د احتمال او د خوراكي توكو د بيو د لوړيدو له امله اندېښنه لري.
دغو لس ولسواليو ته د ځمكې له لارې د مرستو رسول ناشونى كار دى. غواړو، چې دغو لس ولسواليو ته د خوراكي توكو او درملو د رسولو لپاره چورلكې راكړ شي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب هغو ولسواليو ته د يوه اندازه خواركې توكو له ليږدولو خبر وركوي، چې لارې يې د واورې د ورښت له كبله بندې شوي دي، خو شته توكې كافي نه دي.
نوموړى له كورنيو او ملي دفاع وزارتونو څخه غواړي، چې د طبيعي پېښو پر مهال د مرستو د رسولو په موخه دوى ته چورلكې وركړي.
د بدخشان د ليريو پرتو سيمو اوسيدونكي وايي، چې:
په ژمې كې د لارو د بنديدو له كبله يو شمېر ناروغان روغتيايي كلنيكونو ته نه رسيږي او خپل ژوند له لاسه وركوي .
بل خوا د بدخشان د سرې مياشتې رييس سيد ناصر همت د بېړنيو حالاتو له كميټي غواړي، چې د ژمې په موسم كې بدخشان ولايت ته ډېره پاملرنه وكړي.