سیمه ییز خبرونه

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ پا ناامنۍ كې د سيمې ايتخبارات ښكېل ول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په شمال كې د شاهين قول اردو قوماندان وايي:

د سيمې استخباراتي كړۍ د وسلوالو طالبانو په پياوړي كيدو او د بدخشان په ناامنه كيدو كې اساسي رول درلودلى دى.

د شاهين قول اردو قوماندان همدا راز په بدخشان كې د غشي په نوم د عملياتو د لومړي پړاو له پاى ته رسيدو خبر وركوي.

د شاهين قول اردو قوماندان جنرال زلمى ويسا وايي، چې:

د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې له افغان امنيتي ځواكونو سره د سيمې د استخباراتو له همكارۍ پرته د وسلوالو جگړه له امكانه ليرې وه .

جنرال زلمى ويسا زياتوي، چې:

په دغو عملياتو كې د وسلوالو طالبانو د يو شمېر پاكستانيو، چيچني، ازبكستاني او قزاقستاني قوماندانانو په گډون شاوخوا سل تنه وژل شوي دي.

د غشي په نوم عمليات په دې ورستيو كې د بدخشان په ناامنه سيمو كې پيل شوي ول، چې دغه سيمه د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاكې كړي.

Trending

Exit mobile version