تازه خبرونه
د بدخشان د پامير اوسيدونكي له گڼو ستونزو سره مخ دي
د بدخشان د واخان ولسوالۍ پامير د دغه ولايت ترټولو ليرې پرته سيمه ده، چې د لارې د سختوالي له کبله يې اوسيدونكي په ژمي كې له گڼو ستونزو سره مخ وي.
د پامير يو شمېر اوسيدونكي وايي:
اووه شپې او ورځې پلى مزل کوو، چې په فيض آباد كې له محلي چارواكو سره خپلې ستونزې شريكې كړو.
د بدخشان د پامير اوسيدونكى عبدالرسول وايي:
د نوموړې سيمې په ۵۰۰ كورنيو كې يو سلنه هم سواد نه لري او د روغتيايي مركزونو او داكترد نشتوالي له کبله يې ناروغان مري .
د بدخشان د پامیر اوسیدونکی عبدالرازق له حكومته د پاملرنې غوښتنه كوي.
دغه راز نجيب الله خبردارى وركوي، چې كه ورسره همكاري ونه شي په ژمي كې به د غذايي موادو د لږوالي له کبله ډېر كسان مړه شي.
د بدخشان سرپرست والي شاه ولى الله اديب د بدخشان د واخان ولسوالۍ د پامير د قرغزانو ستونزې تائيدوي او وايي، په ژمې كې د لارو د بندوالي له کبله نه شي كولى د دوى ستونزې حل كړي.
د بدخشان د واخان ولسوالي په پاميرونو كې له ۵ سوه ډېرې كورنې ژوند كوي، چې د مالدارۍ له لارې خپلې اړتياوې پوره كوي او سږ كال یې د وچكالۍ پر لامل ډېر مالونه له لاسه وركړي دي.