تازه خبرونه
د بدخشان د پخواني مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې د برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست
(Last Updated On: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۲)
داعش د جمعې پر ورځ د بدخشان د پخواني مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې د چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست.
د پنجشنبې پر ورځ د فیضآباد ښار په نبوي جومات کې د نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان دي.
نثار احمد احمدي د سې شنبې پر ورځ په فیضآباد ښار کې د موټربم چاودنې له کبله وژل شوی دی.
داعش هم د دغه برید مسوولیت منلی و.