سیمه ییز خبرونه
د بدخشان زيانمنو كورنيو ته مرستې بايد اړو كسانو ته ورسيږي
د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه ټينگاركوي، چې د بدخشان له زيانمنو شويو كورنيو سره د مرستندويو ټولنو لخوا اعلان شوې مرستې بايد په بشپړ دقت او پوره شفافيت اړو كسانو ته ورسيږي.
د بدخشان د ارگو ولسوالۍ د آب باريك په كلي كې د يوې غونډۍ له ښوويدو او د لسگونو كورونو له لاندې كيدو وروسته مرستندويه ټولنې او بنسټونه هڅې كوي، چې له دغه ناورين څخه له ژغورل شويو كسانو سره مرستې وكړي.
په كابل كې د سره صليب د نړيوالې ورځې نمانځنه وشوه او رصاكارو ځوانانو د نمانځنې په دغو مراسمو كې د بدخشان د پېښې او ناروين تمثيل وړاندې كړ.
د افغانستان د سرې مياشتې د ټولنې رييسه فاطمه گيلاني وايي، چې د بدخشان له ځپلشويو سره د مرستو تابيا نيول شوې او زياتې مرستې پرلاره دي.
افغان دولت هم پرېكړه كړې، چې زيانمنو شويو كسانو ته ۲۰۰ كورونه جوړ كړي.
آغلې گيلاني زياتوي، د بدخشان د طبعي پېښې له ځپلشويو سره نامنظمې مرستې بايد په يوه منظم بانكې حساب كې راټولې شي، چې اغېزناكې تمامي شي.
كليپ:
په افغانستان كې د سره صليب د كميټې مرستياله مونيكا زاناريلي وايي، چې :
په افغانستان كې ستونزې ډېرې پيچلي دي. په شمال كې د سيلابونو راوتو او په بدخشان كې د غره د ښويدو پېښو او امنيتي ستونزو زمونږ د مرستې لاسونه هم لنډ كړي دي.
تر دې دمه چين، ايران، تركيې او د قطر هېوادونو او له دوبۍ څخه يوه سوداگر د بدخشان له ځپل شويو كسانو سره نقدي مرسته او د لومړنيو خوراكي توكو بستې راليږلي دي.