تازه خبرونه

د بدخشان مایمې ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه

Published

on

د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ افغان ځواکونو نن (یکشنبه د لیندۍ ۲) د بدخشان ولایت مایمې ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې او دهغو یوه زیاته اندازه مهمات د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې تازه دمي ځواکونه هم په ولسوالۍ ځای پر ځای شوي دي.

څلور ورځې وړاندې سرچینو آریانا نیوز ته ویلي وه، چې طالبانو د بدخشان د مایمې ولسوالۍ نیولې؛ خو د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان او امنیت آمر په ګډون له وسلوالو سره په نښته کې ۲۸ افغان ځواکونه د نښتو پر مهال وژل شوي دي.

مایمي د بدخشان له ستراتیژیکو ولسوالیو څخه ده، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

Trending

Exit mobile version