سیمه ییز خبرونه
د بدخشان محلي چارواكي دغه ولایت ته د پوهنې وزارت له نه پاملرنې شكايت كوي
د بدخشان محلي چارواكي وايي، په تېرو دوو كلونو كې په دغه ولايت كې د پوهنې وزارت له خوا حتى د يوه ښوونځي د جوړولو چارې هم نه دي پيل شوې.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي:
د دغه ولايت د پوهنې رياست ظرفيت په دغه ولايت كې د شته ستونزو د حل ظرفيت نه لري.
نوموړی د پوهنې پر وزارت نيوكه كوي او زیاتوي، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست كارکوونکي د بېلابېلو دلايلو له امله د دوى د وړتيا له په پام كې نيولو پرته ګومارل كېږي.
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان د پوهنې په نظام كې ځينې ستونزې مني او وايي، په تېرو دوو كلونو كې په بدخشان ولايت كې د پوهنې وزارت ۳۲ زيربنايي پروژې بشپړې شوې دي.
نوموړی زیاتوی، چې په نيژدې راتلونكې كې به د دغه ولايت د پوهنې په رياست كې بنسټيز بدلون راولي.
د بدخشان محلي چارواكي وايي بدخشان د ۳۰۰ زرو زده كوونكو په درلودو تر كابل وروسته ډېر زده كوونكي لري.
دوى وايي، د مسلكي ښوونكو او معياري ودانيو نشتوالى د دغه ولايت د پوهنې په نظام كې عمده ستونزي دي.