تازه خبرونه

د بدخشان مرستیال والي په موټر بم چاودنه کې ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۲)

د بدخشان سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې نن سهار (د غبرګولي ۱۶ ) په فیض‌آباد ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله د دغه ولایت د مرستیال والي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د فيض‌آباد ښار د محکمې په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ويلي، چاودنه د بدخشان ولایت د مرستیال او سرپرست مولوي نثار احمد احمدي پر موټر شوې ده.

نوموړی وايي، چې په دې برید کې شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړې، چې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او په‌دې اړه کشفي او استخباراتي ارګانونو له لوري نورې پلټنې روانې دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه‌ده اخیستې.

عيني شاهدانو ويلي، چې په دې موټر بم چاودنه کې مرستيال والي او د هغه موټر چلوونکى وژل شوي او يو شمېر نور ملکي وګړي ټپيان دي.

له‌دې مخکې هم د دغه ولايت امنيه قومندان او د کانونو رييس په ورته چاودنو کې وژل شوي وه.

نثار احمد احمدي د اسلامي امارت له رامنځته کېدو راپدیخوا د بدخشان والي د مرستیال په توګه کار کاوه او په دې وروستیو کې د والي د نشتوالي له کبله د دغه ولایت د سرپرست دنده هم ور پر غاړه وه.

Trending

Exit mobile version