سیمه ییز خبرونه
د بدخشان ولايت سرحدي سيمو ته د تاجكستان له خاورې مرستې پيل شوې
د افغانستان د بدخشان ولايت سرحدي سيمو ته د لارې د خلاصون او دغو سيمو ته د مرستو رسولو عمليات د تاجكستان له خاورې له سره پيل شول.
په همدې حال كې په ډاگه شوې، چې:
د افغانسان د بدخشان سرحدي لار دوه مياشتې وړاندې هغه وخت، چې د يوې درندې جگړې په ترڅ كې د تاجكستان د بدخشان د امنيت د برخې رييس ووژل شو؛ تړل شوې وه .
د تاجكستان او افغانستان د بدخشان ولايتونو د واليانو ترمنځ په لاسليك شوي تړون كې پر بيا رغونې، مرستې رسونې او د گډو بازارونو پر پياوړتيا ټينگارشوى دى.
د افغانستان د بدخشان والي شاه والی الله ادیب وايي، چې:
د پوله ساتو ځواكونو د چارواكو په شتون كې د دغه هوكړه ليك له لاسليكولو وروسته د تاجكستان له لارې د افغانستان سرحدي سيمو ته ټولې تړل شوې لارې پرانستل شوي دي او د بيا رغونې او مرستې رسونې په برخه كې عمليات له سره پيل شوي دي.
گاونډ هېوادونو ته په پولو كې د استوگنو افغانانو د ننه كيدو يوه لاره د گډو بازارونو جوړول دي.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د ناامنيو له كبله د افغانستان او تاجكستان په پوله ټولې لارې وتړل شوې او يو شمېربنسټيزې طرحې او د مرستو رسونو لړۍ درول شوې وې.