سیمه ییز خبرونه
د بدخشان ولايت په ارگو ولسوالۍ د قربانيانو له مرستو ناوړه استفاده كيږي
د بدخشان والي يو شمېر سازمانونه او اشخاص تورنوي، چې ددغه ولايت دارگو ولسوالۍ د قربانيانو په نوم له ټولې شوې مرستې ناوړه استفاده كوي.
تراوسه څو بهرنيو هېوادونو او لسگونه مرستندويه بنسټونو د ارگو له قربانيانو سره مرسته كړې او د هېواد په ډېرو ولايتونو كې د مرستې د راټولولو صندوقونه كيښودل شوي دي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وايي:
د مرستې د راټولولو لپاره يو معين ميكانيزم نشته او كله، چې مرستې د پېښې سيمې ته ورسيږي پخپل سر وېشل كيږي.
تاجكستان لومړنى هېواد دى، چې له دوه سوه ټنو ډېر غذايي توكي او البسه يې په ارگو كې ووېشل.
د قربانيانو يو شمېر كورنيو د ولسمشر د سفر په وخت شكايت وكړ، چې زوراكان غواړي د مرستو بهير گډوډ كړي.
ولسشمر يوه كميسيون ته دنده وسپارله، چې دا بهير وڅاري.
گومارل شوي كميسيون لومړى د اوبو او غذايي موادو د نشتوالي ستونزه حل كړي او وروسته به په مرسته شويو پيسو په يوه سيمه كې د نږدې زر كورنيو په ظرفيت يو ښارگوټى جوړ كړي.