سیمه ییز خبرونه
د بدخشان ولايت په تازه نښتو كې ۱۱ مخالفين او دوه پوليس ووژل شول
سيمه ييز چارواكي وايي:
د بدخشان ولايت د وردج ولسوالۍ په تاژه نښتو كې د دولت ۱۱ وسلوال مخالفين او دوه پوليس وژل شوي دي.
په دغو نښتو كې د دولت ۱۲ مخالفين، دوه پوليس سرتېري او يو د ازباكستان مخالف اوسيدونكى ټپي شوي دي.
له رسنيو سره په تيليفوني اړيكه كې طالبانو د خپلو دوه وسلوالو وژنه منلې ده.
د كورنيو چارو وزارت امنيتي معين عبدالرحمن رحمن، چې وردوج درې ته يې سفر كړى وايي:
د وردوج ولسوالۍ په اړوند سيمو كې دغه عمليات يوه مياشت وړاندې پيل شوي او تر هغې به روان وي ، چې دا سيمه له مخالفينو پوره پاكه شوې نه وي.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان امام الدين مطمئن وايي:
د وسلوالو مخالفينو په وړاندې دغه عمليات د سه شنبې په شپه(د وري۶) د زيباك او چاكران ولسواليو له لوري پيل شوي دي.
دى وايي، چې د وردوج درې په نښته كې د وسلوالو مخالفينو اووه تنه او د پوليسو د عامه نظم دوه سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړې، چې:
د دې ولايت د جرم ولسوالۍ په نښته كې د وسلوالو مخلفينو درې تنه، چې غوښتل يې پر يوې پوځي اډې بريد وكړي ووژل شول.
د بدخشان والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي:
له عملياتو مخكې طالبانو ۲۳ افغان سرتېري تښتولي ول، چې ۱۶ يې وژلي دي. دغه راز له مخالفينو غوښتل شوي، چې ژر تر ژره دې د سولي له بهير سره يوځاى شي؛ خو طالبانو دغه غوښتنه رد كړې ده.
ښاغلى راسخ وايي، د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې له ۶۰ ډېر مخالفين وژل شوي او ۸۰ نور ټپيان دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سيمه ييزو چارواكو په وينا د نيول شويو لس سرتېرو د خوشې كولو لپاره ناندرې روانې دي.