بلخ @ps
د بدخشان ولايت په يمګان او وردوج ولسواليو کې بیا پوځي عمليات پيل شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بدخشان ولايت د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو له پاره پوځي عمليات پيل شوي دي.
د لوى درستيز مرستيال جنرال مراد علي مراد ويلي،چې له دغو عملياتو سره په خپله ځايي خلک هم مرسته کوي.
د کندز شلمه فرقه په بدخشان کې د روانو عملياتو مشري کوي او ښه پایله هم لري.
د بدخشان يمګان او وردوج ولسوالۍ له څو مياشتو راهيسې د وسلوالو طالبانو په کنټرول کې دي.
د لوى درستيز مرستيال وويل، چې د دغو ولسواليو د بېرته نيولو له پاره عمليات په څو پړاوونوکې مخ ته ځي.