سیمه ییز خبرونه

د بدخشان پامیر د هېواد دویم ملي پارک په توګه غوره شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسئولین وایی، هر کال په لسګونو سیلانیان او غره ختونکي د سیل لپاره د بدخشان پامیرته ځي، چی دا د هېواد اقتصاد باندی یو مثبت تاثیر کوي لدې مخکی هم د بامیانو امیر بند لمړنی ملي پارک غوره شوی وو.

د بدخشان د پامیر سیمه د جګو غرو په لرلو سره د نړۍ د بام په نوم د نړۍ په تاریخ کې ثبت شوی دی.

د دی سیمی اوسېدونکي اوښی او قرغز قومونه دی ویل کېږي، چی هرکال په لسګونو سیلانیان له دغی سیمې څخه لیدنه کوي او دا سیمه له پوره امنیت څخه برښمنه ده د چاپیریال ساتنې ملی ادارې مشر مصطفی ظاهر وايي، د پامیر سیمه د ملي پارک په پېژندلو سره به د هېواد پراقتصاد مثبت اغېز ولري.

له بل لوري د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحيمي وایي:

دا وزارت هڅه کوي ترڅو د یادې سیمې ځمکې د کرنې لپاره چمتو کړي، ترڅو د پامیر سیمه له نورو سیمو څخه خوراکي توکوته اړتیا ونه لري.

د یادولو وړ ده، چی چارواکي وایی، د یاد پارک کار به په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.

Trending

Exit mobile version