تازه خبرونه
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د ږلۍ له کبله نږدې ۸۰ پسونه مړه شول
(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۲)
د خاش ولسوالۍ اوسېدونکیو ويلي، چې دوه شپې مخکې (د غویی پر ۲۴ ) د دې ولسوالۍ د شهران کلي په مزار دره کې د ږلۍ له کبله نږدې ۸۰ پسونه له منځه تللي او ۳۰ نور څاروي ورک دي.
د بدخشان د خاش ولسوالۍ اوسیدونکی بسم الله وايي، چې خلک له ۷۰ څارویو څخه د ۳۰ هغو پر حلالولو بریالي شوي او پاتې نور یې مردار شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه ٣٠ نور څاروي ورک دي.
مردار شوي او ورک شوي څاروي د زلمی، فیروز او محبوب الله نومو دي، چې د همدې خاش ولسوالۍ د شهران کلي اوسیدونکي دي.
د بدخشان د کرنې رياست د څېړنو رییس فريد شهراني ويلي؛ دې پېښې خلکو ته ډېر زيانونه اړولي او په دې برخه کې اړتيا ده، چې اړوند بنسټونه له زيانمنو کسانو سره مرسته وکړي.