تازه خبرونه

د بدخشان په دوه ولسوالیو کې ۱۵۷ ماشومان د شري ناروغۍ مړه ګړي

Published

on

د بدخشان د کوف آب او نسي سرحدي ولسوالیو اوسیدونکيو ويلي، د درندې واورې ورېدو او د لارو د بندېدو له کبله نشي کولی پر شري اخته ماشومان روغتونونو ته ولېږدوي.

د بدخشان په لرې پرتو او سرحدي ولسواليو کې د ماشومانو د شري ناروغۍ د خوریدو له کبله تراوسه په کوف آب ولسوالۍ کې ۱۱۷ ماشومان او په نسي ولسوالۍ کې ۴۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله مړه شوي او ۶۰۰ ماشومان له شري څخه روغ شوي دي.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي؛ دغو ولسوالیو ته یې د درملو ټولګې لېږلې، چې د شري واکسینو په ګډون به ۹۰ زره کورنیو ته بسنه وکړي.

په کوف آب ولسوالۍ کې د اسلامي امارت چارواکو ویلي؛ په ۲۲ کلیو کې مو ۱۱۷ ناروغان له شري مړه شوي دي.  

د کوف آب ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ویلي؛ د شري ناروغي ناروغي په ۷۲ کلیو کې پراخه شوې ده.

د بدخشان ولايت چارسمبالي د خلکو د روغتيايي ستونزو د دايمي حل په خاطر د يوه ستر روغتون له جوړولو خبر ورکړ.

د بدخشان ولایت د والي مرستیال مولوي نثار احمد احمدي وایي: دلته د خلکو ستونزې ډېرې دي؛ ځکه، چې د کرکیلې په ګډون نورې کاري آسانتیاوې هم دلته نشته.

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیال قاري نظار ویلي؛ په ۴۸ کارتنونو کې پیچکارۍ، درمل، سیروم  او کیتونه رارسېدلي، چې تر یو لک ناروغانو پوري ترې کاراخیستل کېدی شي.

د شري ناروغي په داسې حال کې د بدخشان د یادو ولسوالیو ماشومان مړه کړي، چې د هېواد وغتیایي سیسټم له جدي ستونزو سره مخ دی او اسلامي امارت په دې برخه کې د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version