Connect with us

تازه خبرونه

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د افغان ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي؛ یو اسټرالیایي سېلانی د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د زړه د درېدا له کبله مړ شوی دی.

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي د دې پېښې د رامنځته کېدا د وخت او د دغه سېلاني د مړي د لېږد په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

تازه خبرونه

له امریکا څخه شپږ ایستل شوي افغان او کیوبايي کډوالو ګویان ته ولېږدول شول

د ګویان بهرنیو چارو وزیر رابرټ پرساډ ویلي، دغه شپږ کسان د شنبې پر ورځ د کډوالۍ اړوند مسایلو له کبله له امریکا وایستل شول او ګویان ته راولېږدول شول.

Published

on

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لهخوا درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د ایستلو د تګلارې د پراختیا په لړ کې د افغانستان او کیوبا شپږ هغه وګړي، چې د امریکا لهخوا ایستل شوي؛ ګویان ته رسېدلي دي.

د ګویان بهرنیو چارو وزیر رابرټ پرساډ ویلي، دغه شپږ کسان د شنبې پر ورځ د کډوالۍ اړوند مسایلو له کبله له امریکا وایستل شول او ګویان ته راولېږدول شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له ایستل شویو کسانو څخه یو هم جرمي سابقه نه‌لري او امریکا تر اوسه ګویان ته د نورو غیرګویاني وګړو د لېږدولو غوښتنه نه‌ده کړې.

پرساډ زیاته کړې، ګویان له امریکا سره له څو میاشتو خبرو وروسته پر یو کلن تړون سلا شوی؛ خو دا تړون په دغه هېواد کې د کډوالو د دایمي مېشتېدا معنا نه‌لري.

د دغه تړون له مخې؛ ایستل شویو شپږ کډوالو ته به د ملګرو ملتونو د کډوالې نړیوالې ټولنې د «مرستندویه داوطلبانه ستنېدا» پروګرام له لارې مرسته ورکړ شي. هغوی به په ګویان کې تر هغې پاتې شي، چې د کډوالۍ وضعیت یې معلومېږي او ښايي په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستانه شي یا په بل هېواد کې د مېشتېدا لپاره اقدام وکړي.

درېیمو هېوادونو ته د بهرنیو وګړو د ایستلو تګلاره د بشري حقونو د ادارو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

نیوکه کوونکي وايي؛ ډېری دغه کسان له هغو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه‌لري، چې ورلېږدول کېږي او ښايي د ژبې او د ژوند له سختو شرایطو سره مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دوه‌یمې ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ د محدودولو او د بهرنیو وګړو د ایستلو تګلاره پراخه کړې ده.

دونالد ترمپ، رئیس‌جمهور امریکا، در دوره دوم ریاست‌جمهوری خود سیاست محدودیت مهاجرت و اخراج شهروندان خارجی را گسترش داده است.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

امیرخان متقي د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پر ځان بساینې په برخو کې شویو پرمختګونو ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.

دغه راز زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او بیارغونې په اړه شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل او د آبادۍ، اقتصادي ودې او پر ځان‌بساینې په برخو کې د ډېر پرمختګ هیله څرګنده کړه.

خلیلزاد همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه له اړوند لوري سره شریک کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

 

د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن شنبه په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

دواړو لوریو د سیمې د وضعیت په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې روانو بدلونونو ته پر پاملرنه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو دوام د دواړو هېوادونو پر ګټه دی.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه هم خبرې وشوې او د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!