سیمه ییز خبرونه

د بدخشان په وردوج كې كه افغان ځواكونه ځمكني ځواك ته اړتيا ولري، ملاتړ ته يې چمتو يو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آيساف ځواكونو وياند گنتز كيتز د چهارشنبې په ورځ(د وري ۷) د مزارشريف په ښار كې د مارمل په نوم د الماني ځواكونو په پوځې اډه كې د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل، چې:

په دې وروستيو كې د افغان امنيتي ځواكونو په دريشيو كې پر بهرنيو ځواكونو بريدونه كم شوي دي. د افغان او بهرنيو ځواكونو استخبارات په جدې توگه له داسې بريدونو څخه د مخنيوي هڅې كوي.

د نوموړې په ونيا، تر اوسه د دې ډول بريدونو مخنيوي شوى؛ د داسې بريدونو پر مهال افغان امنيتي ځواكونو ډېر زيان ليدلى دى.

نوموړى وايي، چې:

اوس مهال آيساف ځواكونه د هوا له لارې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې افغان امنيتي ځواكونه حمايه كوي او كه  افغان امنيتي ځواكونه ځمكني ځواك ته هم اړتيا ولري؛ نو دوى يې مرستې دې چمتو دي.

له بدخشان څخه د الماني ځواكونو له وتلو وروسته د دغه ولايت په وردوج او جرم ولسواليو كې خونړى نښتې زياتې شوې دي.

كه څه هم افغان امنيتي ځواكونو د دغه ولايت په يو شمېر سيمو كې درانده عمليات تر سره كړي؛ خو بيا هم وسلوالو مخالفينو تر اوس يو شمېر افغان امنيتي سرتېري له نيولو وروسته وژلي دي.

Trending

Exit mobile version