سیمه ییز خبرونه
د بدخشان په وردوج كې له ۸۰ ډېرو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بدخشان ولايت د وردوج سيمې د امنيتي معلوماتو له مخې افغان كمندو ځواكونو په تېرو شپږ ورځنيو عملياتو كې له اتيا ډېرو وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اړولې او يو شمېر سيمې يې د مخالفينو له ولكې خلاصې كړي دي.
د افغانستان په شمال كې د كمندو ځواكونو وياند جاويد سليمي وايي، چې عمليات روان دي او تر دې دمه له يو كلي پرته د وردوج ولسوالۍ نورې ډېرې ناامنه سيمې چاڼ شوې دي.
د نوموړي په وينا، تمه ده، چې ډېر ژر د پاتې كلي سيمې هم له وسلوالو مخالفينو ونيول شي.
ښاغلى سليمي زياتوي، په دې شپږ ورځنيو نښتو كې د افغان ځواكونو دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بدخشان وردوج ولسوالي سره له دې، چې څو ځله د عملياتو لاندې راغلې؛ خو اوس هم ناامنه ده.