سیمه ییز خبرونه
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ كې دولتي ځواكونو د استوگنې سيمې په نښه كړي
د بدخشان د وردوج ولسوالۍ اوسيدونكي ادعا كوي، چې امنيتي ځواكونو د عملياتو پر مهال د استوگنې پر سيمو بريدونه كړي او ملكي تلفات يي اړولي دي.
دوي پر دولت د سختې نيوكې تر څنگ د بشر د حقونو له مدافع ډلو غواړي، چې د ملكي تلفاتو مخنيوى وكړي.
د وردوج ولسوالۍ د پراختيايي شورا مرستيال عیدي محمد وايي:
په وردوج كې پوځي عمليات له دوه اوونيو را په ديخوا دوام لري او خلك د ملكي تلفاتو د مخنيوي غوښتنه كوي.
د بدخشان والي شاه ولی الله ادیب د پوځي عملياتو پر مهال ملكي وگړيو ته د اوښتې مرگ و ژوبلې په باب شوې ادعاوې په كلكه ردوي او وايي:
څوك، چې د ملكي تلفاتو ادعاوې كوي، ممكن له وسلوالو مخالفينو سره همكاري ولري.
په شمال كې د سرحدي پوليسو قومندان محمد زمان مموزی وايي:
له دوه اوونيو را په ديخوا د افغان ځواكونو عمليات، چې له بشپړ پوځي ملاتړ برخمن دي، دوام لري او په دې عملياتو كې د اشكاشم لويه لار، چې افغانستان له تاجكستان او چين سره نښلوي، د وسلوالو مخالفينو له شتون پاكه او له دوه كلونو وروسته بېرته پرانيستل شوې ده.
دى وايي، دا مهال پنځوس كلي په بشپړه توگه پاك شوي او د وردوج ولسوالۍ نوي په سلو كې برخه د دولتي ځواكونو په كنترول كې ده.
نوموړي وويل، په دې عملياتو كې څه باندې اتيا وسلوالو مخالفينو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.
تر دې مهاله په وردوج كې د امنيتي ځواكونو او پوځيانو له خوا درې جلا، جلا عمليات شوي، خو وروسته له دې، چې امنيتي ځواكونه له سيمې وتلي، مخالفين بېرته دغلته ستانه شوي دي.
جنرال مموزى ټينگار كوي، چې امنيتي ځواكونه به د عملياتو تر پاى ته رسيدو پورې په سيمه كې پاتې شي، چې مخالفين د بيا ځلې نښتو توان پيدا نه كړي.
وردوج په بدخشان كې د وسلوالو د يوه پياوړي مورچل په توگه شمېرل كيږي.