لوبی
د برازیل فوټسال سیالۍ نړیوال جام نویو موخو ته د رسېدا پر لوري لومړنی ګام دی
ډیډوویچ ویلي:« هڅه به وکړو، چې خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو او ښې پایلې ترلاسه کړو.»
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې روزونکي ډیجان ډیدوویچ ویلي، چې د لوبډلې لوبغاړي به هڅه وکړي د برازیل په شپږاړخیزو سیالیو کې ښې پایلې ترلاسه او د افغانستان مثبت انځور نندارې ته وړاندې کړي.
ډیډوویچ ویلي:« هڅه به وکړو، چې خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړو او ښې پایلې ترلاسه کړو.»
نوموړي زیاته کړې، چې دا سیالۍ د فوټسال نړیوال جام ته د رسېدا لپاره د لوبډلې د نویو لاستهراوړنو او موخو پر لوري لومړی ګام دی.
دا شپږاړخیزې سیالۍ به د اوکټوبر له څوارلسمې تر اتهلسمې د برازیل د پارانا ایالت په ساو ژوزه ډوس پینهایس ښار کې ترسره شي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، جاپان، پیرو، برازیل، انډونیزیا او کیپوېرډ لوبډلې ګډون کوي.
د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په دوهیم ګروپ کې له جاپان او پیرو سره ده. د هېواد ملي لوبغاړي به د پنجشنبې پر ورځ له جاپان او د جمعې پر ورځ له پیرو سره سیالۍ وکړي.