تازه خبرونه

د برتانیا سرتېري باید د سولې خبرو تر پایه په افغانستان کې پاتې شي – د لارډانو کمېټه

Published

on

د بریټانیا د لارډانو جرګه ګۍ پرون سې شنبه ( د مرغومي ۲۳) وړاندیز وکړ، چې بریټانیایي سرتېري دې د سولې خبرو تر پای ته رسیدو پورې په افغانستان کې پاتې شي.

دغې جرګه ګۍ یا کمېټې د بریټانیا له حکومت وغوښتل، چې د امریکا د سیاست د څارنې پر ځای دې ملي سیاست پلی کړي.

د نړیوالو اړیکو او دفاع کمېټې د بریټانیا او افغانستان په اړه په خپل خپور شوي راپور کې د انګلستان پر سیاست نیوکه کړې او هغه روڼ نه بولي او د امریکايي ځواکونو پر بې وخته وتلو یې هم اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې که د سولې په خبرو کې د ځواک او واک وېش رامنځته شي؛ د انګلستان حکومت اړ دی ، چې له طالبانو سره پخپل چلند له سره غور وکړي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا۸۵۰ بریټانیايي سرتېري په افغانستان کې میشت دي او دا هېواد د افغانستان لپاره درېیم دوه اړخیز مرستندوی دی، چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې۱۶۷ میلیون پونډه پراختیایي رسمي مرسته لري.

د کمېټې یا جرګه ګۍ راپور د افغانستان لپاره د بریټانیا پر ډیپلوماسۍ، پوځي او ستراتیژیکو مرستو د څېړنې ښکارندویي کوي، چې بهرنیو چارو وزارت، د ګډو ګټو پراختیا دفتر (اف سي ډي او) او دفاع وزارت پرې ټینګار کړی دی.

راپور له خپلو نړیوالو ملګرو ( امریکا، ناټو او افغانستان حکومت) سره د انګلستان همکاري هم په پام کې نیسي.

د کمېټې مشر د دغه راپور په اړه ویلي: د بریټانیا د ملي امنیت په مسله کې د افغانستان نسبي لومړیتوب له  ۲۰۱۰ کال راپدیخوا راټیټ شوی؛ خو د هېواد ننګونو او د بریټانیا پر ګټو د بالقوه اغېز کچه یې کمه شوې نده.

هغه زیاته کړې: د افغان حکومت وضعیت ماتېدونکی دی. په داسې حال کې، چې د طالبانو تاوتریخوالی دوام لري او د القاعده او داعش په ګډون ترهګرې ډلې په افغانستان کې هڅې کوي. افغانستان د انګلستان په واټونو کې د ۹۵ سلنې هیرویینو سرچینه ده.

هغه دا هم ویلي: دا د افغانستان لپاره یو حساس پړاو دی؛ په قطر کې د سولې خبرې د اوونۍ په پای کې بیا پیل شوې او د تاوتریخوالي کچه بې سارې لوړه شوې او د یو بېوزله او بې ثباته هېواد ځورول هم روان ساتل شوي دي. 

هغه ویلي؛ د بریټانیا حکومت باید سمدلاسه د جو بایډن له نوې ادارې سره د افغانستان پر ستراتیژۍ ګډ کار وکړي او تر هغه وخته پورې، چې له امریکا او ناټو سره د سولې هوکړې ته رسیدلي نه وي، په افغانستان کې د دوی پر دوامداره شتون ټینګار وکړي. حکومت باید د ناټو په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د څو ګوني چلند غوښتنه وکړي؛ د سیمه ییز ثبات، له تروریزم سره مبارزه او د مخدره توکو د کر او قاچاق  پروړاندې د مبارزې غوښتونکي شي.

دغه راز راپور ښیي، چې انګلستان د افغانستان په اړه د خپلواکه سیاست لرلو ته لږه لیوالتیا ښودلې؛ خو د امریکا له تګلارې یې ملاتړکړی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو دوامداره شتون د دوحې په خبرو کې د افغان حکومت دریځ ته اړین دی او په افغانستان کې یې د بایډن له حکومت سره د بریټانیا پر ښکېلتیا  هم ټینګار کړی دی.

په راپور کې څرګنده شوې، طالبانو تر دې دمه دا نده ثابته کړې، چې دوی بدل شوي او له ایډیالوژیک پلوه له ۲۰۰۱ راپدیخوا د بشري حقونو له پرمختګ سره مخالفت کوي.

دغه راز که څه هم طالبان د سولې پر خبرو بوخت دي؛ خو خبرو او واک شریکولو ته د دوی ژمنتیا پوره روښانه نده.

کمېټې دا هم په ډاګه کړې، چې د بریټانیا حکومت باید پوره پاملرنه او غور وکړي، چې څنګه د سولې خبرو اترو په صورت کې له طالبانو سره خپلې راتلونکې اړیکې مدیریت او لار ورته اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لارډانو کمېټه د افغانستان د سولې خبرو په بهیر کې د بشري حقونو مسله په ځانګړي توګه د ښځو او لږه کیو حقونه په خطر کې ګوري.

Trending

Exit mobile version