نړۍ
د برلین د لوی اکواریوم له چاودېدو سره ۱۵۰۰ کبان پر سړک پریوتل
د برلین بېړنیو خدماتو څرګنده کړې: د جمعې پر سهار په برلین کې یو لوی آکواریوم وچاودېد؛ یو میلیون لیتر اوبه، شاوخوا ۱۵۰۰ بېلابېل زینتي کبونه او کثافات یې له خلکو څخه د ډکې میتي سیمې پر سړکونو پریوتل.
رویټرز راپور ورکړی: د رادیسن هوتل د دمې کمپلکس ۱۴ متریز آکواریوم، چې یو موزیم هم لري او د نړۍ ترټولو لوی آکواریوم نومول شوی؛ له کبانو سره وچاودېد او کبان یې پر سړکونو راپرېوتل.
ناز مسرف، چې په یاد هوتل کې اوسیده،؛وويل: له پېښې مو د زلزلې احساس وکړ.
د هوتل یو بل میلمه، ساندرا ویزر، له بشپړۍ ګډوډۍ خبرې کوي او رویټرز ته څرګندوي: ټول آکواریوم مات شو؛ مړه کبان او کشافات له ویجاړیو سره ترې پاتې شول.
د اتحادیې د پانګې اچونې یوه ویاند ویلي؛ دغه آکواریوم ۲۰۰۳ ز. کال کې د اکوادم په نوم له آکریلیک ښیښې جوړ شوی و او لیدونکيو به په لفت کې له بېلابېلو کبانو لیدنه کوله.
دغه راز ویل شوي، چې د دې کبخونې ۱۵۰۰ کبان مړه شوي دي.
هغه ویلي، هڅه وشوه، چې د سیمې له شته څو کوچنیو تانکونو څخه یو شمېر کبان وژغورل شي.
د اور وژنې د څانګې یوه ویاند رویترز ته ویلي، چې اوس هم څرګنده نده، چې د آکواریوم د چاودېدو علت څه و؛ خو پولیسو ویلي، چې د چاودنې علت د آکواریوم زړېدل دی او په وروستي ځل په ۲۰۲۰ کې پاک شوی و.