تازه خبرونه

د بروکسل غونډې ته باید د ټاکنیزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو نېټه اعلان شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي یووالي د حکومت چارواکي وایي، ټاکنیزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو ته د نېټې له اعلان پرته د افغان حکومت مشران د بروکسل په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه شي کولی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د ټاکنیز بهیر د اصلاحاتو په برخه کې د ځنډ پړه پر ملي شورا واچوله او ویې ویل؛ حکومت له خپله اړخه د ټاکنیز نظام د اصلاح له پاره څو ځلې اقدامات کړي، چې مخه یې د ملي شورا له خوا ډپ شوې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوری هم وایي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې افغان حکومت یو لړ ګامونه اخیستي، چې له مخې به یې د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر ډېر ژر بېرته دوام ومومي.

Trending

Exit mobile version