سیمه ییز خبرونه
د بريتانيا لوى درستيز: د طالبانو لومړۍ هڅه به دا وى، چې راتلونكې ټاكنې ګډې وډې كړي
د بريتانيا لوى درسيتيز وايي، چې په ۲۰۱۴ كال كې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو له وتلو وروسته به وسله وال طالبانو هڅه وكړي تر څو هغه سيمې ونيسې، چې له لاسه يې وركړې دي.
تر راتلونكو درې ورځو پورې به بهرني سرتېري د خپل ماموريت د ورستي كال په درشل كې ووسي خو تر اوسه نه ده ښكاره، چې د دوى برخليك په د نوي ميلادي كال كې څخه ووسي، خو د برينانيا لوى درستيز سرپېټروال بيا د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال خبر دارۍ وركړى، چې تر اوسه هم بريتانوي پوځيان له لويو ګواښونو سره مخ دي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، مونږ په افغانستان كې د ترهګرو د پټنځايونو په له مېنځه وړلو كې بريالي وو، وسله وال طالبان به هڅه وكړي تر څو هغه سيمې بېرته ونيسې، چې زمونږ عسكر ترې وتلي دي، او د موسى قلعې په شان د پام وړ ځايونه شته، چې مونږ يې د نيولو لپاره مبارزه وكړه او ډېرې ستونزې مو وګاللې. دا به ډېر بد خبر ووسي، چې وسله وال طالبان د موسى قعلې او دې ته ورته ځايونه، چې مونږ پرې لويې پانګونې كړې دي بېرته ستانه شي.
د بريتانيا دغه لوړ پوړى پوځې چارواكې په دې باور دې، چې څومره ژر، چې منځ لارې طالبان د سولې بهير ته وهڅول شي همدومره به يې ګټه زياته وي، خو د سولې عالي شورا بيا له منځ لارو او سخت دريځو وسله والو طالبانو غواړي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
د بريتانيا لوى درستيز په دې باور دى، چې د وسله والو طالبانو لومړۍ هڅه به دا وى، چې راتلونكې ټاكنې ګډې وډې كړي نوموړى وايي، يو ډول سياسې تفاهم ته اړتيا ده تر څو د افغانستان ستونزه هواره شي.
تر راتلونكو څو مياشتو پورې به افغان امنيتي ځواكونه د ټول افغانستان د امنيت چارې په غاړه ولري، د بريتانيا لوى درستيز همدارنګه وايي، چې دوى به د افغان امنيتي ځواكونو سره خپلې اړيكې نورې هم پراخې كړي تر څو وكولاى شي وسله وال طالبان كنټرول كړي، خو د افغانستان ملي دفاع وزارت بيا دا څرګندونې ردوي او زياتوي، چې افغان ځواكونه د هر ډول ګواښ سره د مقابلې توان لري.