سیمه ییز خبرونه
د بريټانيې د قونسلگرۍ پر فرهنگي دفتر ځانمرگي او وسله وال بريد ونه تر سره شول
د كابل په كارته پروان سيمه كې د بريټانيې د قونسلگرۍ پر فرهنگي دفتر د ځانمرگو او وسله والو پر بريد ونو د څلور پوليسو په گډون اته تنه وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.
د كابل د پوليسو كوماندان جنرال محمد ايوب سالنگي وايي:
د دې دفتر بهرنيو كاركوونكيو ته زيان ندى رسيدلى، خو درې گاردان يې، چې د نيپال هېواد اتباع دي، په وژل شويو كسانو كې دي.
د افغانستان ولسمشر حامد كرزي دغه پېښه په سختو ټكو كې غندلې او د پېښې د قربانيانو له كورينو سره يې د خواخوږۍ په څرگندولو ويلي، چې:
د افغانستان دښمنان دې خبر وي، چې ورته بريدونه د هغوى لپاره هيڅ لاسته راوړنه نشي درلودلى، بلكې دغسې بريدونه د افغان امنيتي ځواكونو پر وړاندې د هغوى د كمزورۍ معنا لري.
له بلې خوا، وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د پيښې مسووليت په غاړه اخيستى دى.
د كابل د پوليسو كوماندان جنرال محمد ايوب سالنگي وايي:
لومړى بريد د دې دفتر دروازې ته مخامخ د يوه موټر په وسيله ترسره شو او ورپسې درې پرله پسې چاودنې د ودانۍ په دننه كې وشوې.
د نوموړي په وينا:
له پيښې څو شيبې وروسته امنيتي ځواكونو سيمه كلابند كړه او د امنيتي ځواكونو او وسله والو بريدكوونكيو ترمنځ نښتې لږ ترلږه شپږ ساعته دوام وكړ.
د ښاغلي سالنگي په وينا:
پدې بريدونو كې د څلورو پوليسو په گډون اته كسان وژل شويدي.
د كابل د پوليسو قوماندان زياتوي، چې:
د پېنځه پوليسو، درې نيپالي ساتونكيو، يو هندي وگړي او درې ملكي وگړيو په گډون دولس نور ټپيان دي او روغتون ته ليږدول شويدي.
د سالنگي په وينا:
د دې دفتر درې كاركوونكي يې روغ رمټ له ودانۍ راويستلي او په دې بريدونو كې پېنځه بريدكوونكي برخه اخيستې وه ، چې ټول د پوليسو لخوا ووژل شول.
د دې بريدونو له پيل څخه څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو د دې پيښې مسووليت په غاړه واخيست او ادعا كوي، چې:
پدې بريدونو كې يو زيات شمېركورني او بريټانيوي سرتيري له منځه وړل شوي دي.
ا منيتي چاوراكي دبهرنيانو وژنه نه تاييدوي.
د دغو بريدونو شدت دومره زيات و، چې د يو كيلو مټرۍ په واټن كې يې د ودانيو ښيښې ماتې كړي دي.
په كابل كې د انگلستان پر فرهنگي مركز بريد په داسې حال كې ترسره كيږي، چې له نن څخه دوه نوي كاله مخكې افغانستان له بريتانيې څخه خپله خپلواكي گټلې وه.