تازه خبرونه
د برښنا بیې لوړوالی پر کورنیو تولیداتو منفي اغېز کوي
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي د برښنا د بیې لوړوالی په کورنیو تولیداتو منفي اغېز کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم په دې اړه د اندښنې په ښودلو پانګوالو ته په برښنا کې د ځانګړې تخفیف غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، مونږه د اومه تو کو د تعروفی له کمښت هرکلی کوو؛ خو د برښنا لوړیدا زمونږ د سوداګرو له حو صیلی پورته خبره ده؛ باید تو لیدونکیو ته پاملرنه وشي، چې له ستونزو سره مخ نه شي.
د ولسي جرګي یو شمیر غړي د سوداګرۍ او صنایعو خونې دغه اندېښنه پر ځای بولي او زیاتوي، چې دولت باید په دې برخه کې له تو لیدونکیواو صنعت کارانو سره همکاري زیاته کړي.
د ولسي جرګي غړی صادقی زاده نیلي وایي، که غواړو، چي هېواد مو تولیدي شي؛ نو باید ورته امتیازات ورکړ شي، چې د بې حده وارداتو مخه ونیول شي او له دې کار سره به کورني تو لیدات هم پراختیا پیدا کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، که له کورنیو تولیداتو د دولت ملاتړ ډېر شي، ژر به له هېواده د بېوزلۍ ټغر ټول شي.
خبریال: اسلم حجاب