بلخ @ps
د برښنا د ویجاړو شویو ستنو په سیمه کې جگړه روانه ده
د افغانستان برښنا شرکت ویاند وحید الله توحیدي وایي؛ اوس هم په ډنډ شهاب الدین سیمه کې، چې د ازبکستان د وارداتي برښنا مزي په کې پرې شوي، جگړه روانه ده او امنیتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانیدلې، چې د سیمې کنترول په لاس کې واخلي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ چمتو یو، خو افغان ځواکونو په سیمه کې امنیت نه دی تامین کړی، نو مونږ هم ژمنه نشو کولی، چې برښنا به کله راځي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي، چې سیمه یې له وسلوالو نیولې؛ خو اوس هم دغلته تصفیوي عملیات روان دي. کله،چې سیمه پاکه شوه، د برښنا شرکت کارکوونکیو ته به د ستنو د جوړولو اجازه ورکړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د برښنا مزو په پرې کیدو په کابل، پروان او بغلان ولایتونو کې میلیونونه وگړي له دوامدارې بریښنا بې برخې شوي دي.