سیمه ییز خبرونه

د برښنا شركت په عوايدو كې دوه ميليون دالر زياتوالى راغلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

د افغانستان د برښنا شركت مسوولين وايي، د تېر كال په پرتله مو په عوايدو كې دوه ميليون دالر زياتوالى راغلى دى.

د برښنا شركت د نشراتو رييس وحيدالله توحيدي وايي، چې:

د دغه شركت په عوايدو كې د دوه ميليون دالرو له لوړيدو سره د برښنا شبكې د پياوړتيا او پرمختيا لپاره كارونه پيل شوي دي.

ښاغلى توحيدي وايي، چې دولتي ادارې د برښنا د مصرف له دركه په ميليونونو افغانۍ پوروړې دي او پخپل وخت د برښنا لگښت سپارل شوى نه دى.

په ورته وخت كې د زورواكو لخوا په ناقانونه توگه د برښنا لگښت او د برښنا غلا كول اوس هم د برښنا شركت د مسوړولينو د اندښنې وړ دي.

Trending

Exit mobile version