تکنالوزی
د بریتانیا د پوځ د تویتر او یوتیوب حسابونه هک شول
د بریتانیا پوځ تائید کړې، چې د دوی رسمي تویتر او یوتیوب حسابونه هک شوي، چې برید کوونکيو د اسعارو د درغلۍ پروژو د ودې لپاره کارولي دي.
د بریتانیا د اردو تویتر پاڼې ته له لاسرسي وروسته؛ هکرانو د خپل پروفایل انځور، د اکاونټ نوم، د پاڼې توضیحات او د پوښ عکس بدل کړ، چې ځان خپلو شومو موخو ته ورسوي.
اکاونټ د NFT د ډالیو په اړه بېلابېل تویتونه درلودل. کله، چې دا هک شوی و او د اوبپاڼې په سر کې یې یو پوسټ خپور کړ، چې کاروونکیو ته د جعلي NFT ضرب ویب پاڼې ته لارښوونه کوي.
هکرانو د بریتانیا د پوځ د یوتیوب چینل هم کنټرول کړي او د ټولو ویدیوګانو د حذف کولو پرمهال یې د دې اکاونت نوم او پروفایل عکس بدل کړی، چې د پانګونې شرکت Ark Invest پرځای ځان معرفي کړي.
دوی ډېرې داسې ویدیوګانې هم اپلوډ کړي، چې د جک ډورسي او ایلان ماسک پخوانۍ ژوندۍ خپرونې وې. دغه ویډیوګانې له دې مخکې د آرک انویسټ B Word کنفرانس کې خپرې شوې وې؛ خو هکرانو پرې د کاروونکیو د چلولو لپاره فرعي سرلیکونه اضافه کړل. دې چینل په یو وخت کې کاروونکیو ته څلور ژوندۍ خپرونې وړاندې کړي، چې ځینو یې زرګونه لیدونکي درلودل.
دا اوس هم څرګنده نده، چې دا اوبپاڼې کله د هکرانو لاس ته ورغلې وه؛ خو داسې ښکاري، چې اوس یې کنټرول بېرته د پوځ په لاس کې دی.
