نړۍ

د بریتانیا لومړي وزیر اوکراین ته د مرستې ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۱)

د انګلستان لومړي وزیر ریشي سناک ویلي؛ هېواد به یې اوکراین ته د ۵۰ میلیون پاوند (۵۹ میلیون دالرو) پر ارزښت هوایي دفاعي تجهیزات چمتو کړي، چې د دې هېواد اړینې مخبناوې د روسیې له بریدونو خوندئي او وژغورل شي.

بلومبرګ په ډاګه کړې؛ د انګلستان لومړي وزیر د شنبې پر ورځ کیف ته په سفر کې له زیلینسکي سره د لیدنې پر مهال د دفاعي هوایي مرستې ډاډ اعلان کړی دی.

د انګلستان حکومت څرګنده کړې؛ واک ته له رسېدو وروسته کیف ته دا د ریشي سوناک لومړنی سفر دی.

بلومبرګ راپور ورکړی، چې د انګلستان حکومت دا پلان د شنبې پر ورځ د سوناک لخوا کیف ته د مخکیني اعلان شوې لیدنې وروسته اعلان کړ، چې د اکتوبر په میاشت کې د واک اخیستو راپدیخوا دا د هغه لومړنۍ لیدنه ده.

په داسې حال کې، چې د اوکراین وسلوال ځواکونه بریالي شوي، چې روسي ځواکونه له ځمکې څخه پر شا کړي؛ خو ملکي وګړي له هوا څخه وحشیانه بمباردیږي.

مونږ نن ورځ د الوتکې ضد وسلې، رادار او د ډرون ضد تجهیزاتو په ګډون نوې هوایي دفاع چمتو کوو، او د ژمي، سخت ژمي لپاره د بشردوستانه ملاتړ ګام پورته کوو.

بلومبرګ راپور ورکړی، چې پدې ټولګه کې؛ د الوتکو ضد ۱۲۵ ټوپکونه او تکنالوژي شته، چې د ایران لخوا د چمتو شوې بې پیلوته الوتکو سره د مقابله په ګډون لسګونه رادارونه او د ډرون ضد برښنایی جنګي وړتیاوې لري.

د بلومبرګ د څرګندونو له مخې؛ لوړ پوړیو اوکرایني چارواکو په مکرر ډول پر متحدینو غږ کړی، چې له ملت سره د خپل هوایي دفاع په برخه کې مرسته وکړي.

زیلینسکي ویلي؛ د روسیې دا ترهګرۍ یوازې د اوکراینیانو پر وړاندې د بل دښمن ظلم ندی. دا د روسیې د اروپا ضد او د بشر ضد سیاست ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړې، چې اوکراین اروپا ته د نورې ډېرې برښنا صادرولو لپاره چمتووالی نیولی و او د روسیې د بریدونو موخه هم له اروپا سره زمونږ د انرژۍ لېږدولود اړیکو له منځه وړل دي.

هغه ویلي: د اوکراین پر انرژۍ هر برید د ټولې وچې د انرژۍ پر امنیت برید دی.

Trending

Exit mobile version