بی بی سی پښتو
د بریتانیا لومړۍ با حجابه اور وژونکې: “خلک پوښتنه کوي چې دا دنده مې څنګه ومونده؟
د بریتانیا د نوټنګهم شائر اوسېدونکې ۲۷ کلنه عروسه ارشد وايي، له ماشومتوبه یې ارمان درلود چې اور وژونکې شي او اوس دا د بریتانیا لومړنۍ باحجابه اور وژونکې بلل کېږي.
نوموړي وايي، زموږ په ټولنه کې د اور وژونکو په هکله ډېرې خبرې نه کېږي: ”اوس هم ډېر خلک د اور وژونکو په هکله پخوانی فکر لري او کله چې زما په څېر کسان وویني، خواشیني شي. ”
عروسه ارشد هیله منه ده، چې دې ته په کتو به نورې مسلمانې ښځې هم دې برخه کې فعالیت ته زړه ښه کړي.
دا وايي: ”خوښه یم چې له خنډونو راتېره شوم او د ښځو لپاره او بیا په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې حجاب کوي لار هواره شوه چې که غواړي نو د اور وژنې برخه کې فعالیت وکړي. ”
دا زیاتوي: ”ځینې خلک پوښتنه کوي چې دا دنده مې څنګه وموندله، که رښتیا ووایم د داسې خبرو په اورېدو هېڅکله نه یم خوښه، خو دغسې خبرو راسره مرسته وکړه، ثابته کړم چې زه دا فعالیت کولای شم. ”
نوموړې وايي، د نوټنګهم شائر اور وژنې او مرستندویه چارو ادارې داسې ځانګړی حجاب ورکړی چې تر اکسیجن ماسک لاندې هم اغوستل کېدای شي او هیله یې څرګنده کړې چې نورې مسلمانې هم دې برخه کې فعالیت وکړي.
بل لور ته د ځايي اطفایې ادارې ویاند وايي: ”موږ په ویاړ سره وایو چې د بریتانیا لومړنۍ باحجابه اور وژونکې له موږ سره همکاره ده. ”
د اوروژونکو ټولنې مشر میټ ریک وايي:
”عروسه هم د خپلو نورو همکارانو په څېر معیاري روزنه ترلاسه کړې، چې د خپلو نورو همکارانو په څېر د خلکو ژغورنې لپاره خپله له خطر سره مخامخ کېږي او موږ خوشحالېږو چې د لږکیو اړوند نور کسان هم په دې برخه کې ګډون وکړي. ”
نوموړی زیاتوي: که څه هم دا پر مثبت لوري یو ګام دی، خو بیا هم پر جنسیتي او نژادي توګه توپیر اوس هم شته، چې باید حل ورته وموندل شي، اور توپیر نه کوي او د اور وژنې څانګه هم باید همداسې وکړي. ”