تازه خبرونه

د بریدونو د ډېرېدو په اړه د امرالله صالح خبرداري غبرګونونه راوپارول

Published

on

یو شمېر سیاستوال او د حکومتي پر څوکیو ناست چارواکي د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر وروستیو څرګندونو نیوکه کوي او وايي، چې دغه خبرداری به رواني ناامني نورې هم ډېرې کړي.

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په دې اړه ویلي، چې چارواکي باید د په خپلو تبلیغاتو کې ځان مسوول وبولي؛ په کابل کې د یو دولتي مسوول له خولې د طالبانو د شیعه ځورونې خبرې د شیعه ټولنې پر ضد رواني ناامني ډېروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي طاهر زهیر په دې اړه څرګنده کړې: د افغانستان دښمنان د خلکو د له منځه وړلو په لټه کې دي او د خلکو او قومونو تر منځ هیڅ راز توپیر نشي کولی. غوره به وي، چې امنیتي چارواکي د خلکو د امنیت د تامین لپاره کار وکړي.

په پارلماني چارو کې دولت د وزارت مرستیال سید علي کاظمي هم ویلي: ترهګرې ډلې د خلکو د له منځه وړو په هڅه کې دي او حکومت باید د خلکو د امنیت د خوندي ګولو لپاره هڅې وکړي.

په فرهنګی چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار سید شاه حسین مرتضوي د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د شپږ نیمو بجو امنیتي ناستې له راپور وروسته په یوه ټویټ کې ترې د مسلکي معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې او وایي، چې شیعه ځورونې ته باید لمن ونه وهل شي.

نوموړي څرګنده کړې: له شیعه ځورونې ډډه وکړئ! داعش او طالبان د انسانیت او افغانستان دښمنان دي. مونږ باید په خبرتیاوو کې شیعه ځورونې ته لمن ونه وهو. زمونږ د معلوماتو رسولو بنه باید مسلکي وي او د دښمن له رواني جګړې سره مرسته ونکړو.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار ( شنبه د لیندۍ ۲۲) خپلې ځانګړې امنیتي ناستې ته له راپور ورکولو وروسته پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي؛ “داعشي طالبانو” ورته خبرداری ورکړی، چې که د دوی بندیان اعدام شي؛ کابل به د شیعه ګانو پر مسلخ بدل کړي.

امرالله صالح زیاته کړې؛ “داعشي طالبانو” زیاته کړې، چې د تښتول شويو کسانو سرونه به هم غوڅ شي.

صالح دا هم وویل چې هغه د کابل ملي امنیت ریاست ته لارښوونه کړې چې د طالب بندیانو له لارې دې دې ډلې ته یو پیغام ولیږي، چې حکومت د دوی ټوله شجره پېژني.

هغه دغه راز له ​​قضایي ځواکه هم غوښتي، چې د نیول شویو کسانو محاکمه ګړندی کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار پر کابل ښار د لب جر له اړوند سیمې له یو سراچه ډوله موټر څخه لس توغندي د ښار پر بېلابېلو سیمو لګېدلي، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.

Trending

Exit mobile version