تازه خبرونه
د بریټانیا ملي امنیت شورا پر افغانستان ناسته ترسره کوي
(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۰)
سکای نیوز ټلویزیون څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې د بریټانیا لومړی وزیر بورس جانسون نن دوشنبه د د چنګاښ ۱۴ په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت پر راتلونکي د ملي امنیت شورا ناست جوړه کړي.
د راپورونو له مخې؛ په کابل کې به یو شمېر بریټانیایي سرتېري د بریټانیا د سفارت د ساتنې او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ لپاره پاتې شي.
سرچینې په ډاګه کړې، د بریټانیا ډېري سرتېري له افغانستان وتلي دي.
په راپور کې راغلي؛ د بریټانیا د ملي امنیت شورا ناسته دوه ځله ځنډول شوې او اوس د دې وخت رارسیدلی، چې د افغانستان په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
یوې سرچینې سکای نیوز ته ویلي، مونږ په بحراني حالت کې یو.
د یادونې ده، چې یو شمېر اروپایي هېوادونو له افغانستان څخه خپل سرتېري پوره ایستلي دي.