تازه خبرونه

د بریکس غړیو هېوادونو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه وکړه

دغه هېوادونه له ترهګرو ډلو څخه د آزاد، خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي.

Published

on

د برکس ټولنې غړیو هېوادونو پرون (چارشنبه د تلې دوه‌یمه) په یوه ګډه خبرپاڼه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیز لرې کړي.

دغه هېوادونه له ترهګرو ډلو څخه د آزاد، خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي.

د بریکس په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه راغلي: اسلامي امارت باید د نجونو پر تعلیم بندیز لرې کړي،

بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خپلو ټولو وګړو بنسټیز حقونه خوندي او په دې اړه کوټلي او ډاډمنې هڅې تر سره کړي، چې افغانستان د نورو پر ضد ونه‌کارول شي.

د افغانستان د کړکیچ د هواري په بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو ګډون په سیمه کې د امنیت او ثبات له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

اسلامي امارت هم د دې اعلان په اړه مثبت نظر لري؛ خو دوی د دغه سازمان همکاري او عملي تعامل غواړي او هیله لري، چې په راتلونکې غونډه کې د اسلامي امارت استازی په کې ګډون وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي؛ دوی غواړي د دې ټولنې له غړیو هېوادونو سره عملي همکاري او اقتصادي تعامل ولري او هیله لري، چې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان استازي هم حضور ولري، چې د دوی اندېښنو ته ځواب ووایي او د افغانستان مسایلو منعکس کړي

اسلامي امارت د بریکس غړو هېوادونو د نجونو د تعلیمي محدودیتونو د لرې کولو د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کیږي، چې د بریکس ټولنې غونډه د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د روسیې په کازان ښار کې د چین، هند، روسیې، ترکیې جنوبي افریقا، برازیل، ایران، مصر، متحده عربي امارتو او ایتوپیا په ګډون ترسره شوه.

Trending

Exit mobile version