تازه خبرونه

د بریکس ناسته د اسلامي امارت له شتون پرته ترسره کیږي

ټاکل شوې، چې دا غونډه نن (سې شنبه د لړم لومړۍ) د روسیې، چين، هند، برازيل، مصر او ايران د ولسمشرانو او د نورو هېوادونو د استازیو په ګډون د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت له غوښتنې سره سره داسې ښکاري، چې د بریکس شپاړلسمه ناسته به د دوی د حکومت د استازو له شتون پرته ترسره شي.

ټاکل شوې، چې دا غونډه نن (سې شنبه د لړم لومړۍ) د روسیې، چين، هند، برازيل، مصر او ايران د ولسمشرانو او د نورو هېوادونو د استازیو په ګډون د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د افغانستان د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

نوموړي د روان زېودیز کال د می پر څلیریشتمه ويلي، چې دوی د بريکس له غړیو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړيکې او سوداګريزې راکړې ورکړې لري؛ نو غواړي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اوکټوبر په لومړیو کې د مسکو له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې د بریکس غونډې ته د ( افغانستان اسلامي امارت ) بلنه یوازې له دوی سره تړاو نلري، بلکې د دې ټولنې د ټولو غړیو خوښه په کې اړینه ده.

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د نړۍ کوم هېواد پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو د چین او روسیې په ګډون د بریکس سازمان له بنسټ ایښودونکیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

بریکس یو اقتصادي ټولنه ده، چې په ۲۰۰۹ ز، کال کې د روسیې پر نوښت جوړه شوه؛ برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وه.

دا ټولنه، چې نوم یې د غړیو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو جوړ شوی دی؛ د جنوبي افریقا له یوځای کېدو سره  BRIC ، BRICS شو.

ايران، متحده عربي امارات، مصر او يوتوپيا د دې ټولنې نوي غړي دي.

په پام کې ده، چې د بريکس هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د اقتصادي همکاريو پر پياوړتيا سربېره د سيمې پر عمومي وضعيت هم خبرې وشي.

د بریکس پېنځلسمه سرمشریزه د تېر کال د اوکټوبر له دوهویشتمې څخه تر څلیریشتمې په جنوبي افریقا کې جوړه شوه او ټاکل شوې د راتلونکي کال سرمشریزه په برازیل کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version