سیمه ییز خبرونه
د برېښنايي تذكرو د وېش ځندول به پر ټاكنيز بهير ناوړه اغېزه وكړي
د افغانستتان د خپلواكو او عادلانه ټاكنو بنسټ(فيفا) د برېښنايي تذكرو د وېش پر ځنډيدونكي بهير اندېښنه څرگنده كړې ده.
كه څه هم كورنيو چارو وزارت ويلي ول، چې د روان لمريز كال د وري په درېيمه به د برېښنايي تذكرو وېش پيل كړي؛ خو اوس هم، چې لس ورځې تېرې شوي دا بهير پيل شوى نه دى.
د فيفا اجرائيوي رييس جانداد سپين غر وايي:
د برېښنايي تذكرو د وېش ځندول به د ولسمشريزو ټاكنو پر بهير ناوړه اغېزه وكړي.
له دې مخكې د ټاكنو خپلواك كميسيون څرگنده كړې وه، چې:
ولسمشريزو ټاكنو ته د كارتونو وېش يوه مياشت وځنډول شو؛ ځكه، چې كورنيو چارو وزارت به په دې موده كې د برېښنايي تذكرو د وېش بهير پيل كړي.
د اداري چارو د څارنې او پلټنې رييس سيد احسان الله طاهري وايي:
د برېښنايي تذكرو د وېش او پيل لپاره لومړنۍ هڅې د كار لاندې دي.
هغه زياتوي، په كابل كې به يې د وېش بهير له يوې اوونۍ وروسته پيل شي.
د نوموړي په وينا، برېښنايي تذكرې به په ټول هېواد كې پيل او ټولو هېوادوالو ته ووېشل شي.